لبنان له ایران سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي
بوحبیب د ایران د ایټمی خبرواترو په باب هم ووئیل ، دغه خبرې اترې به پر لبنان هم اغیزې وشیندي . د لبنان دغه لوړپوړي چارواکي دریاض اوبیروت د اړیکو په باب هم ووظیل ، لبنان دلچسپي لري ،له عربستان سره نزدې شي ،خو ریاض له بیروت سره نزدیکیدا سره هیڅ ګروهنه نه لري ..
الجدید ټيلیویژني چینل راپور ورکړ ، د لبنان خارجه وزیر عبدا...بو حبیب له دغه چینل سره په خبرو کې له ایران سره دخپل هیواد اړیکې ښې وبللې او وې وئيل ،د ایران د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان څرګندونو هم په دې باب د تهران سیاستونه روښانه کړي دي .
بوحبیب د ایران د ایټمی خبرواترو په باب هم ووئیل ، دغه خبرې اترې به پر لبنان هم اغیزې وشیندي . د لبنان دغه لوړپوړي چارواکي دریاض اوبیروت د اړیکو په باب هم ووظیل ، لبنان دلچسپي لري ،له عربستان سره نزدې شي ،خو ریاض له بیروت سره نزدیکیدا سره هیڅ ګروهنه نه لري ..
عبدا... بوحبیب له دې وروسته چې سورئې ته ئې د خپل سفر داحتمال خبر ورکړی، دلبنان د پارلیماني انتخاباتو دترسره کیدا د موضوع په باب ئې هم ووئيل ، په ټاکل شوي وخت د دغو انتخاباتو دترسره کیدا لپاره ډير نړیوال دباؤنه شته او هغه هم په راتلونکي مئ میاشت کې د انتخاباتو ترسره کیدا تائيدوي .
د لبنان خارجه وزیر په دوام کې د سمندري سرحد د انځورونکو خبرواتروپه باب موافقې ته درسیدا په باب خوشبیني وښودله او وې وئيل ، لبنان به له خپلو سمندري پولو یوه اینچه هم شاته ونه کړي .