په ننګرهار کې دسرک غاړې ماین چاودنې دوه تنه ژوبل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i107318-په_ننګرهار_کې_دسرک_غاړې_ماین_چاودنې_دوه_تنه_ژوبل_کړل
تيره ورځ هم د اتمې ناحیي په اړوند سيمه کې دطالبانو پر رنجر موټر چاودنه شوې وه چې پکې دطالبانو او ملکي وګړو په ګډون شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 25, 2021 09:10 Asia/Kabul
  • په ننګرهار کې دسرک غاړې ماین چاودنې دوه تنه ژوبل کړل

تيره ورځ هم د اتمې ناحیي په اړوند سيمه کې دطالبانو پر رنجر موټر چاودنه شوې وه چې پکې دطالبانو او ملکي وګړو په ګډون شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

زمونږ خبریال  له ننګرهاره راپور راکړ، دغه چاودنه نن له‌غرمې‌مخکې د‌جلال‌اباد ښار اتمې ناحيې اړوند دقاسم اباد سيمه کې دطالبانو په رینجر موټر وشوه په سيمه کې عيني شاهدان وايي د‌چاودنې موخه دطالبانو رینجر موټر ؤ چې له سيمې‌د‌تيریدو په‌حال‌کې ؤ .‌د‌جلال اباد په مرکزی روغتون کې سرچینې وايي له‌دې چاودنې دوه ټپيان وروړل شوي چې يو يې طالب او بل ملکي وګړی دی .تر اوسه چا ددې چاودنې پړه پر غاړه نده اخيستې دننګرهار ولايتي ادارې هم په‌دې اړه څه نه‌دي‌ویلی .تيره ورځ هم د اتمې ناحیي په اړوند سيمه کې دطالبانو پر رنجر موټر چاودنه شوې وه چې پکې دطالبانو او ملکي وګړو په ګډون شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.