په ګاونډکې د امریکاپوځي اډې د سیمې لپاره خطرناکې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i107550-په_ګاونډکې_د_امریکاپوځي_اډې_د_سیمې_لپاره_خطرناکې_دي
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د فعالو خیریه ټولنو او نورو غیرحکومتي موسیسو له لارې په دې برخه کې پوره ملګرتیا ته چمتو دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 30, 2021 01:15 Asia/Kabul
  •  په ګاونډکې د امریکاپوځي اډې د سیمې لپاره خطرناکې دي

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د فعالو خیریه ټولنو او نورو غیرحکومتي موسیسو له لارې په دې برخه کې پوره ملګرتیا ته چمتو دی.

  جي شل  ډلې سرمشریزه کې له افغانستان سره شوې ژمنې دې عملي شي

زمونږخبریال راپور راکړ،په ملګرو ملتو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د طالبانو له خوا نومول شوي سهیل شاهین ویلي ،ژمی را روان دی او  بېړنۍ اړتیا لیدل کېږي چې نړیواله ټولنه د یو میلیارډ یورو مرستې د سپارلو هغه ژمنه زر تر زره عملي کړي چې له بې وزلو او بې وسه خلکو او بې ځایه شوېو کورنیو سره ئې د افغانستان په اړه د جي شل په انلاین سرمشریزه کې کړې وه.

ښاغلي شاهین   پر ټویټر لیکلي دي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د فعالو خیریه ټولنو او نورو غیرحکومتي موسیسو له لارې په دې برخه کې پوره ملګرتیا ته چمتو دی.

داپه داسې حال کې دي چې  د طالبانو د ویندوي مرستیال احمد ا... وثیق هم په یوې اعلامیې کې خبرداری ورکړی ،  چې په ګاونډیو هیوادونو کې د امریکا او ناټو دپوځي  اډو جوړول د درستې سیمې لپاره خطرناک دي .

احمد ا... وثیق ټینګار کړی ، چې امریکا او ناټو باید دسیمې هیوادونه   دپوځي اډو ورکولو ته مجبوره نه کړي .  داپه داسې حال کې دي چې  د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف  هم  د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو غوښتي وو ،څو  امریکا او ناټو ته دې هیڅ ډول پوځي اډه ورنکړي .

ځيني ناتائيد شوي راپ،رونه  ددې ښودنه کوي ،چې  امریکا به په افغانستان کې د عملیاتو لپاره د پاکستان له هوائي حریمه  استفاده وکړي ، خو د اسلام اباد حکومت  دغه موضوع په زغرده رد کړې ده . دغه راز  په تاجیکستان کې  هم د امریکا د پوځي اډې د شتون په باب  ګونګوسې خپرې شوي دي .