اشرف غني دکابل د  ولسواکه حکومت دنسکوریدا سبب شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i107552-اشرف_غني_دکابل_د_ولسواکه_حکومت_دنسکوریدا_سبب_شو
د افغانستان ولس د امریکا په وړاندې  د خپل کمزوري کړچار په وړاندې  له اشرف غني له حکومته نهیلی شوی ؤ او په بدل کې  طالبانوډلې  خپلې لارې ته په کلک اعتقاد سره دوام ورکړ  او افغانستان باندې ئې ولکه ترلاسه کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 30, 2021 01:29 Asia/Kabul
  • اشرف غني دکابل د  ولسواکه حکومت دنسکوریدا سبب شو

د افغانستان ولس د امریکا په وړاندې  د خپل کمزوري کړچار په وړاندې  له اشرف غني له حکومته نهیلی شوی ؤ او په بدل کې  طالبانوډلې  خپلې لارې ته په کلک اعتقاد سره دوام ورکړ  او افغانستان باندې ئې ولکه ترلاسه کړه .

زمونږخبریال د صداي افغان خبري آژانس له قوله راپور راکړ،  دافغانستان په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیل زاد په یولړڅرګندونو کې بیا وئيلي دي ،چې  د افغانستان د  وخت ولسمشر د اشرف غني تیروتنې  په امریکا پورې زړه تړل او اړوندول ؤ  او ډاډمن ؤ چې  امریکا به له افغانستانه ونه وځي .

خلیل زاد  زیاته کړې ، د افغانستان ولس د امریکا په وړاندې  د خپل کمزوري کړچار په وړاندې  له اشرف غني له حکومته نهیلی شوی ؤ او په بدل کې  طالبانوډلې  خپلې لارې ته په کلک اعتقاد سره دوام ورکړ  او افغانستان باندې ئې ولکه ترلاسه کړه .

داپه داسې حال کې دي چې د اشرف غني د وخت مرستیال امر ا... صالح بیا وائي د افغانستان درستې ترینګلتیاوې  او شخړې د زلمي خلیلزاد  د شخصي ګټو  او ناکامه پالیسو نتیجه ده او دا خلیزاد ؤ چې  دافغانستان  حکومت ئې خپلواکۍ ته نه پریښودو .

د امریکا نیواکګر پوځ  بلاخره په افغانستان کې له شل کلنو جنایتونو او خپل سریو وروسته په شرمندګۍ او سرټيټۍ سره  له دغه هیواده پښې سپکې کړې.