اشرف غني دکابل د ولسواکه حکومت دنسکوریدا سبب شو
د افغانستان ولس د امریکا په وړاندې د خپل کمزوري کړچار په وړاندې له اشرف غني له حکومته نهیلی شوی ؤ او په بدل کې طالبانوډلې خپلې لارې ته په کلک اعتقاد سره دوام ورکړ او افغانستان باندې ئې ولکه ترلاسه کړه .
زمونږخبریال د صداي افغان خبري آژانس له قوله راپور راکړ، دافغانستان په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیل زاد په یولړڅرګندونو کې بیا وئيلي دي ،چې د افغانستان د وخت ولسمشر د اشرف غني تیروتنې په امریکا پورې زړه تړل او اړوندول ؤ او ډاډمن ؤ چې امریکا به له افغانستانه ونه وځي .
خلیل زاد زیاته کړې ، د افغانستان ولس د امریکا په وړاندې د خپل کمزوري کړچار په وړاندې له اشرف غني له حکومته نهیلی شوی ؤ او په بدل کې طالبانوډلې خپلې لارې ته په کلک اعتقاد سره دوام ورکړ او افغانستان باندې ئې ولکه ترلاسه کړه .
داپه داسې حال کې دي چې د اشرف غني د وخت مرستیال امر ا... صالح بیا وائي د افغانستان درستې ترینګلتیاوې او شخړې د زلمي خلیلزاد د شخصي ګټو او ناکامه پالیسو نتیجه ده او دا خلیزاد ؤ چې دافغانستان حکومت ئې خپلواکۍ ته نه پریښودو .
د امریکا نیواکګر پوځ بلاخره په افغانستان کې له شل کلنو جنایتونو او خپل سریو وروسته په شرمندګۍ او سرټيټۍ سره له دغه هیواده پښې سپکې کړې.