د افغانستان شیعه عالمانو د قبیله ایزې فتنې د خطر خبرداری ورکړ
د افغانستان د شیعه علماؤ یوې ډلې په دغه هیواد کښې د قبیله ایزې فتنې د رامینځته کولو لپاره د داعش ترهګرې ډلې د هلوځلو په باب خبرداری ورکړ
د افغانستان د شیعه علماؤ یوې ډلې په دغه هیواد کښې د قبیله ایزې فتنې د رامینځته کولو لپاره د داعش ترهګرې ډلې د هلوځلو په باب خبرداری ورکړ
د افغانستان د شیعه مدرسو معلم او ملا امام بریداد رضائي وویل: داعش د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ د جدایۍ او جګړې لپاره د هلوځلو په شمول هر ډول جنګ آزمايي او د تفرقې اچونې او د افغانستان د ولس د یوووالي د ختمولو په لټه کښې دی.
د شیعه شورا مشر او د قندهار امامِ جمعه سردار محمد زاهدي هم وویل: د طالبانو مسئولانو ژمنه کړې ده چې د شیعیانو خلاف د بریدونو د مخنیوي لپاره به امنیتي تابیاوې سختې کړي.
په افغانستان کښې د آیت الله العظمی سید علي سیستاني استازي حسین نوري شوربیرائي هم وویل: طالبان باید له شیعه ؤ نه اخیستې وسلې هغوي ته ستنې کړي چې د ځان دفاع او ساتنه وکړې شي. هغه هم داشان په افغانستان کښې د پراخ بنسټه او ټول شموله حکومت د جوړیدو غوښتونکی شو.
د افغانستان شیعه عالمانو د دغو مطالبو په بیانولو سره وویل چې اهل سنت او اهل تشیع په افغانستان کښې یو ګډ تاریخ لري او د انګلستان له استعماره د دغه هیواد د خپلواکۍ د ترلاسه کولو او له نیواکګرۍ د خلاصیدو لپاره اوږه په اوږه جنګیدلي دي.