د جلال اباد د درملنې مرکز له ستونزو سره مخ دی
ایران پریس خبري اژانس وايي د افغانستان د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد د درملنې مرکز له مشکلاتو سره مخ دی .
د افغانستان د جلال اباد د درملنې مرکز نن سبا د ناروغانو د درملنې او د ډاکټرانو او د نرسانو د معاشونو د نه ورکولو په زمینه کښې له مشکلاتو سره مخ دی او دغه موضوع له مخکې څخه زیات د نړیوالې ټولنې او د ګاونډیو هیوادونو پام افغانستان ته د بشر دوستانه مرستو استولو ته اړولی دی .
په افغانستان کښې په وروستیو بدلونونو پسې د هیواد د روغتیا وزارت اکثرو کارکونکو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي او د درملنې مرکزونه هم د درملو له کمښت سره مخ دي .
د افغانستان د روغتونونو ډاکټران وايي که چیرې نړیواله ټولنه له دغه هیواد سره خپلو مرستو ته دوام ورنکړي د افغانستان د درملنې حالت له کړکیچ سره مخ کیږي .
دغو ډاکټرانو وویل دوه (۲) میاشتې کیږي چې د درملو له کمښت سره مخ یوو او دغه راز د درملنې ځینې کلینکونه هم د طالبانو او د پخوانیو حکومتي ځواکونو ترمینځ په جنګ کښې له مینځه تللي دي .