ايران د کابل ترهه ګريزه حمله وغندله
د ايران د خارجه وزارت وياند د کابل په روغتون باندې حمله وغندله او د دغه ترهه ګريز اقدام د قربانيانو له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړه.
د خارجه وزارت د اطلاع رسونې د عمومي ادارې د رپوټ له مخې سعيد خطيب زاده د کابل څلور سوه بستريز روغتون باندې د ترهه ګريزي حملې په ردعمل کښې هر ډول ترهه ګريز اقدام چې عامه خلق په نښه کوي وغندۀ.
پرون د کابل په وزيراکبر خان ډېپلومېټ مېشته سيمه کښې د سردار محمد داؤد خان نومې فوځي روغتون مخې ته د چاودنو له کبله ۲۳ ووژل شول او پنځوس نور هم ژوبل شول.
داعش ترهه ګرې ډلې دغه چاودنو ذمه واري په غاړه اخېستې ده.
په افغانستان کښې د طالبانو ځاے پرځاے کېدو سره په تېرو دوو مياشتو کښې د دغه هېواد مختلفې سيمې په خاصه توګه کابل د ترهه ګريزو حملو او چاودنو کتونکي وو او دا موضوع د افغان ولس د اعتراض سبب شوې ده.