په هرات کې ۲۲ کلن ځوان ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i107770-په_هرات_کې_۲۲_کلن_ځوان_ووژل_شو
وسله والو کسانو په هرات ولایت کښې یو ۲۲ کلن ځوان وواژۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 03, 2021 04:04 Asia/Kabul
  • په هرات کې ۲۲ کلن ځوان ووژل شو

وسله والو کسانو په هرات ولایت کښې یو ۲۲ کلن ځوان وواژۀ.

د هرات د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي امر محمود شاه رسولي وایي، دغه پېښه تېره ورځ د هرات ښار له ۶۴ متره سړک سره نزدې رامنځته شوې ده.

دی زیاتوي، یاد ځوان هغه مهال د غلو له لوري وژل شوی چې غلو د نوموړي د موبائل غلاکولو هڅه کوله، خو هغه یې له ورکولو ډډه کړې ده، چې د نه ورکړې په صورت کې یې وژلی دے.

وژل شوے ځوان سجاد نومېدۀ او د هرات ولایت د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي محصل و.وسله وال غله له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.