په افغانستان کې د داعشي تکفیریانو دحملو دوام
د طالبانو په وسیله په افغانستان کې د داعش له ناکراریو سره د مقابلې لپاره د ایغزشیندونکو پلانونو او سټراټژۍ نه شتون ، په دغه هیواد کې له داعش ترهه ګرې ډ لې سره په چلند اومقابلې کې ددغې ډلې د کمزورتیا تر ټولو اصلی علت دی .
په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې او تکفیري ډلې د حملو په دوام کې پرون د کابل د وزیر اکبر خان مینې ډيپلوماټيکې سیمې کې د سردار محمد داؤد پوځي روغتون په وړاندې ددغې ډلې د جنایتکارو په مرګونو چاودنو کې لږترلږه ۲۳کسان وژل شوي او له پنځوسو زیات نور ټپیان شوي دي .
دسردار داؤد پوځي روغتون په وړاندې د داعشي تکفیریانو په دغه جنایت پسې په افغانستان کې د ملګروملتو دنمایندګۍ دفتر یوناما په یوې اعلامیې کې وئیلی دي ، د عامو افغانانو او ددرملنې او روغتیاد کارکونکو په نښه کول ، دبشری حقوقو او د نړیوالو انسان دوستانه قوانینو خلاف ورزي ده .
د پاکستان خارجه وزارت هم په یوې اعلامیې کې دکابل ښار د ترهه ګرو چاودنو په غبرګون کې وئیلي دي،په درستو شکلونو کې ترهه ګري محکومه ده . له دې مخکې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی،د ملی مصالحې د لوړې شورا پخوانی مشر عبدا... عبدا...هم پخپلو جلاجلا اعلامیو کې دغه ترهه ګره حمله محکومه کړې ده .
په افغانستان کې له هداعشی ترهه ګرو سره چې په همداورستیو کې ئې په دغه هیواد کې خپلې ترهه ګرې حملې زیاتې کړي دي،، د هراړخیزې مقابلې لپاره د طالبانو د موقته حکومت له ادعا سره سره هماغه راز د داعش مرګوني او ناکراره کونکي اقدامات، د افغانستان د بې ګناه او عامو خلکو لپاره ترټولو ستره خطره حسابیږي .
په کندهار او کندوز ولایتونو کې د دجمعې په لمانځونو کې دشیعیانو د لمونځ ګوزارو په صفونو کې د داعش جنایتکارو دتیرو اونیو له حملو وروسته ، د طالبانو حکومت ژمنه کړې وه چې له دغې ډلې سره جدي مقابله کوي ،خو د داعش مرګونو اقداماتو ښودلې ده طالبان په دغه شان ژمنو پوره کولو کې پاتې راغلي دي .
په تیره بیا دا چې د افغانستان په کابل ښار د داعش ترټولو وروستی انساني ضد اقدام رامینځةشوی چې په طبیعي توګه باید ددغه هیواد له نورو ښارونو او ولایتونو سره په پرتله کې له لازیات امنیته برخمن شي ، ځکه د طالبانو ټينګار ، په کابل کې په لازیات امنیت باندې دی .
په افغانستان کې د داعش د مرګونو اوویجاړونکو حملو په دوام او ددغې ترهه ګرې ډلې په پيزواني کولو کې د طالبانو د موقته حکومت بې وسي به د حکمرانۍ په ډګر او د امنیت د تامینولو په مهم اصل کې چیلنجونه تیر وخت په نسبت لازیات کړي .
د طالبانو په وسیله په افغانستان کې د داعش له ناکراریو سره د مقابلې لپاره د ایغزشیندونکو پلانونو او سټراټژۍ نه شتون ، په دغه هیواد کې له داعش ترهه ګرې ډ لې سره په چلند اومقابلې کې ددغې ډلې د کمزورتیا تر ټولو اصلی علت دی .
په افغانستان کې د درستو قومونو او ډلو ټپلو په ګډون سره د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره د طالبانو ډلې د ژمنې دخلاف ورزۍ او دامنیت په تامینولوکې ددغې ډلې د ناتوانۍاو بې وسۍپه دلیل ده چې په همداوروستیو کې په کابل کې د پاکستان سفیر د افغانستان په داخل کې د داخلی جنګ د رامینځةکیدا په باب خبرداری ورکړی دی .
پر دې دسربیره ، دا ویره هم شته چې د ناکراریو د بهیر په دوام او په افغانستان کې دیوه خاص قوم پر حاکمیّت په ټينګار سره ، دغه هیواد د داخلی کشمکشونو په یوه تازه ډګر بدل شي . دا امکان شته چې امریکا بیا په افغانستان کې د داعش او دنورو ترهه ګرو ډ لو د قدرتمنیدا په پلمې سره په دغه هیواد کې پوځي شتون په ایجنډا کې راولي .
د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد وئيلی دي، امریکا په افغانستان کې د القاعدې له خوا د خطرې د احساس کیدا په بڼه کې ، بیا په دغه هیواد حمله وکړي .
په دغه شان شرائطو کې داسې ښکاري که د طالبانو حکومت ونه توانیږي ، په افغانستان کې د ولس د ترټولو لومړنۍ او مهمې غوښتنې په توګه په دغه هیواد کې امنیت ټينګ کړي،نو سره له دې چې له سیاسی او وسلوالو کشمکشونو سره به مخامخ شي،امریکا ته به یو فرصت ورکړي،څو په افغانستان کې د ترهه ګرو ډلو د قدرتمنیدا په پلمه او د سپينې ماڼۍ دګټو په خطرې کې له لویدا سره بیا دغه هیواد پخپلې پوځي ځالې بدل کړي .