افغانستان راتلونکې یکشنبه د نیوزیلنډ سره لوبه کوي
Nov 04, 2021 10:02 Asia/Kabul
د کرکټ د شل اوورېزو نړیوالو لوبو په لړۍ کې افغانستان د یکشنبې په ورځ د ابوظبۍ په ښار کې د نیوزیلنډ پر وړاندې د لوبې ډګر ته وځي.
افغانستان د هند پر وړاندې پرونۍ لوبه د ۶۶ منډو په توپیر وبایلله.
افغانستان تردې مخکې هم په هېڅ شل اووریزه لوبه کې نه دی توانیدلی چې هندوستان ته ماتې ورکړي.
افغان لوبډلې تردې مخکې سکاټلنډ او نامیبیا ته ماتې ورکړې او له پاکستانه یې ماتې خوړلې وه.
د کرکټ د شل اووریزو نړیوالو لوبو په ترڅ کې ټاکلې ده چې نن استرالیا او بنګله دیش او ویست انډیز او سرېلانکا د یو بل په وړاندې لوبې وکړي.
ټیګونه