د پاکستان په ضد د هند ادعا
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i107842-د_پاکستان_په_ضد_د_هند_ادعا
د هندوستان دولت ادعا وکړ چي پاکستان د دې هیواد له لوري افغانستان ته د مرستو د لېږد مخه نیولې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 04, 2021 10:07 Asia/Kabul
  • د پاکستان په ضد د هند ادعا

د هندوستان دولت ادعا وکړ چي پاکستان د دې هیواد له لوري افغانستان ته د مرستو د لېږد مخه نیولې ده.

اینډیا اکسپرس د هندوستان د یو شمېر چارواکو په حواله لیکي: په داسي حال کې چي نړیوال بشري سازمانونه په افغانستان کې د خوړو د کمښت د امله د انساني ناورین د رامینځ ته کېدو په هکله خبرداری ورکوي خو پاکستان اجازه نه ورکوي چي د هند له لوري مرستندویي جوپې افغانستان ته ولېږدول شي.

له دې راپور سره سم، هندوستان غواړي چي ۵۰ زره ټنه غنم د پاکستان د لاری افغانستان ته واستوي.

هندي چارواکي وایي چي د دومره لویي جوپي هوایي لېږد ګران او ناممکن دی نو ځکه یې د ځمکني لاري د دغه جوپې د لېږد لپاره پاکستان سره تماس نیولي دی، خو هغوی لا هم موافقه نه ده کړې.

د ویلو دی چي هندوستان تر دې مخکې هم کابو ۷۵ زره ټنه غنم یې د ایران د چابهار بندر له لاري افغانستان ته استولي وه.