طالبان:
ایران دي د افغانستان له پوهنتونونو سره مرسته وکړي
د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت سرپرست د پوهنتونونو په چارو کې د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د مرستو او همکاریو غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې د موقتي ادارې د لوړو زده کړو د وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره په لیدنه کې وویل: افغانستان په پوهنیز ډګر کې د ودي او پرمختګ لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت همکاریو ته ضرورت لري.
حقاني زیاته کړه: په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د زده کړو د فرصت د برابرولو او د دواړو هیوادونو تر مینځ د همکاریو د پراختیا او تحصیلي بورسیو په موخه به یو پلاوی تهران ته سفر وکړي.
عبدالباقي حقاني همدارنګه د لوړو زده کړو په زمینه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د همکاریو قدرونه وکړه، د ایران سفیر هم ډاډ ورکړ چي ایران به د لوړو زده کړو په زمینه کې خپل تجربیات له افغانستان سره شریک کړي.