ملګرو ملتو یوځل بیا په افغانستان کښې د انساني کړکیچ خبرداری ورکړ
د ملګرتو ملتو د کډوالو د چارو کمشنرۍNHCR) په افغانستان کښې د ژمي په رارسیدو سره په دغه هیواد کښې د انساني کړکیچ د رامینځته کیدو په هکله خبرداری ورکړ
د کډوالو په چارو کښې د ملګرو ملتو لوړې کمشنرۍ وویل: په افغانستان کښې د ژمي د ساړه موسم په درشل کښې د انساني کړکیچ د رامینځته کیدو امکان شته دی او باید د مخنیوي فکر یې وکړو.
دغې ادارې وړمه ورځ هم په افغانستان کښې د کورنیو کډوالو له خراب حالته د اندیښنې په ښودلو سره ویلي وو چې د کلونو کلونو جنګ او ناامني په دغه هیواد کښې دریم میلیون کسانو د کډه په سر کیدو لامل شوې ده.
له دې مخکښې هم په انساندوستانه چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال مارډین ګریفیټس ویلي وو چې افغانستنا د یو جدي انساني کړکیچ په غاړه ولاړ دی نو په دې وجه له طالبانو سره د تفاهم په لړ کښې نړیوال مشارکت ته ضرورت دی.
له بلې خوا د ملګرو ملتو د خوړو پروګرام WFP) هم په دې وروستیو کښې په افغانستن کښې د خوراکي موادو د کمي په هکله په خبرداري سره ویلي چې د افغانستان اقتصاد د سره پاشل کیدو په حال کښې دی او په دغه هیواد کښې ۹۵ فیصده کورنۍ پوره خواړه نه لري.