طالبان د افغانستان د شیعه­و د امنیت د تامینولو کوشش کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i107878-طالبان_د_افغانستان_د_شیعه_و_د_امنیت_د_تامینولو_کوشش_کوي
د افغانستان د شیعه علماؤ د شورا جګ پوړی غړی وايي چې طالبان د خپلو کړو موافقو له مخې د دغه هیواد د شیعه مسلمانانو د امنیت د تامینولو هلې ځلې کوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 05, 2021 04:24 Asia/Kabul
  • طالبان د افغانستان د شیعه­و د امنیت د تامینولو کوشش کوي

د افغانستان د شیعه علماؤ د شورا جګ پوړی غړی وايي چې طالبان د خپلو کړو موافقو له مخې د دغه هیواد د شیعه مسلمانانو د امنیت د تامینولو هلې ځلې کوي

ښاغلي عالمي بلخي پرون په افغانستان کښې د شیعه مسلمانانو خلاف ترهګرو حملو ته په اشارې سره وویل: طالبانو هڅې پیل کړې دي ترڅو د خپلو کړو موافقو له مخې د شیعیانو امنیت ټینګ کاندي.

د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا دغه لوړرتبه غړي څرګنده کړه چې د طالبانو موقته حکومت د هیواد له اهل تشیع سره موافقه کړې ده چې له ګواښ سره په مخامخ مرکزونو کښې ګڼ امنیتي ځواکونو دیره کړي.

عالمي بلخي زیاته کړه: د افغانستان د شیعه مسلمانانو د امنیت د تامینولو لپاره جدي هلې ځلې روانې دي او موافقه شوې ده چې شیعیان له خطر سره په مخامخ مرکزونو کښې خپل امنیتي ځواکونو دیره کړي.

هغه هم داشان په افغانستان کښې د سیعیانو د حقوقو په پوره کیدو باندې ټینګار وکړ.