په افغانستان کښې د ماشومانو د سرتاوانونو په اړه د يونيسېف اندېښنه
د ملګرو ملتو د ماشومانو صندوق يونيسېف وويل: ماشومان له جنګه د باقي پاتې مهماتو په وړاندې زيانمنېدونکي دي او په افغانستان کښې ټول لوري پکار دے د ماشومانو د محافظت لپاره کوشش وکړي.
د افغان آوا د رپوټ له مخې يونيسېف د يوې بيانيې په خپرولو سره په افغانستان کښې له جنګه د باقي پاتې نه چاودل شويو موادو د چاودېدو له کبله د ماشومانو د سرتاوانونو په دوام اندېښنه څرګنده کړه.
دغې نړيوالې ادارې په خپله بيانيه کښې د تېرې شورو په ورځ په قندوز ولايت کښې له جنګ څخه د باقي پاتې نه چاودل شويو موادو د چاودېدو له امله د يوې کورنۍ د نهو غړيو وژل کېدو ته په اشارې سره وويل: دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې د دغې کورنۍ ماشومانوو له جنګه د باقي پاتې نه چاودل شوي مواد کور ته راوړي وو.
په دغه بيانيه کښې همدارنګ راغلي دي چې ماشومان په خاصه توګه له جنګه د پاتې نه چاودل شويو موادو په وړاندې زيانمنېدونکي دي ځکه چې دغه مواد نه شي پېژندې.
يونيسېف په بيانيه کښې زياتوي چې د ملګرو ملتو وروستے رپوټ ښودنه کوي چې په افغانستان کښې د ميلادي کال په وړومبنيو شپږو مياشتو کښې د جنګونو او تاوتريخوالو په نتيجه کښې څلور سوه څلوېښت ماشومان وژل شوي دي.