په غور کې د ماین چاودنه
Nov 06, 2021 09:05 Asia/Kabul
د افغانستان په لوېدیځ ولایت غور کې په یو کور کې ماین چاودنه ملکي وګړو ته مرګژوبله واړوله.
د افغان رسنیو له راپور سره سم، تېره ورځ د غور ولایت د دولت یار ولسوالۍ په دهمرده سیمه کې د ولسي پاڅون د ځواکونو د مخکنی غړی په کور کې ځای پر ځای شوی ماین چاودنه کړې ده.
ویل کیږي چي یاد کس د طالبانو له مخکنیو مخالفینو څخه و.
په دغه چاودنه کې د ولسي پاڅون د دغه مخکنی غړی لور وژله شوې ده.
طالبان تر دې دمه د دغه برید په وړاندې هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.
ټیګونه