د افغانستان د روغتیا سیسټم د ختمیدو له خطر سره مخامخ دی
د درملیزو زیرمو په ختمیدو سره د افغانستان د روغتونونو حالت ډیر بد دی.
د امریکې له خوا د افغانستان د مرکزي بانک د ذخایرو له بلاک کیدو وروسته د افغانستان په ځینو سیمو کښې د درملنې مرکزونه بند شوي دي او په پلازمینې کابل کښې هم ډیر روغتونونه په ډیرو کمو امکاناتو سره کار کوي.
د فرانس۲۴ د خبر له مخې، د درملیزو زیرمو په ختمیدو سره د افغانستان د روغتونونو حالت ډیر بد دی.
په کابل کښې د وزیر اکبر خان روغتون یو نرس دغه چینل ته وویل: مخکښې به مونږ په دې روغتون کښې د زړه د ناروغانو لپاره درمل برابرول خو نن سبا حتی یوه عام ګولۍ هم نشته.
له دې مخکښ د سرې میاشتې نړیوال سازمان په یو رپورټ کښې ویلي وو چې د ژمي په درشل کښې د افغانستان له دوو زرو زیاتو درملیزو مرکزونو د تجهیزاتو او درملو د نشتوالي له امله خپل فعالیت بند کړی دی.