اماراتو ته د افغانستان د هوايي شرکت الوتنې پیل شوې
Nov 09, 2021 04:24 Asia/Kabul
آریانا ایرلاینز د متحده عرب اماراتو دبی ښار ته خپلې الوتنې دوباره پيل کړې
آریانا ایرلاینز د متحده عرب اماراتو دبی ښار ته خپلې الوتنې دوباره پيل کړې
د آریانا افغانستان هوايي شرکت ویلي چې دغه شرکت دبی ته خپلې الوتنې له پرون (دوشنبې) څخه پيل کړې او د کابل دبی او دبی کابل ترمینځ پروازونه هره ورځ ترسره کیږي.
د دغه شرکت له خوا د وړاندې کړي رپورټ له مخې له کابل نه دبی ته الوت ټکټ ۵۵۰ ډالر دی.
ویل کیږي چې سلګونه تنه افغانستاني مسافر په اماراتو کښې کابل ته د الوتنو د پیلیدو په تمه ناست دی او څو میاشتې وشوې کښې د الوتنو د نشتواله په وجه په اماراتو کښې ګیر پاتې شوي دي او په دې وروستیو څو اونیو کښې د پاکستان انټرنیشنل ایر لاینز او د ایران د ماهان شرکت له خوا ځینې الوتنې ترسره شوې دي.
ټیګونه