په افغانستان کې د داعش د حملو په زیاتیدا دامریکاد اندیښمنیدا ادعا
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108100-په_افغانستان_کې_د_داعش_د_حملو_په_زیاتیدا_دامریکاد_اندیښمنیدا_ادعا
د افغانستان په  چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس وسټ  په یولړ څرګندونو کې مدعي شوی،چې امریکا  په افغانستان کې  د القاعدې په دوامدار شتون او له داعش سره داړونده ډلو ټپلو  دحملو په زیاتیدا اندیښمنه د ه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 09, 2021 11:16 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د داعش د حملو په زیاتیدا دامریکاد اندیښمنیدا ادعا

د افغانستان په  چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس وسټ  په یولړ څرګندونو کې مدعي شوی،چې امریکا  په افغانستان کې  د القاعدې په دوامدار شتون او له داعش سره داړونده ډلو ټپلو  دحملو په زیاتیدا اندیښمنه د ه .

 

امریکائي چارواکي  په دې اند دي چې  داعش  له افغانستانه په بهر کې  له شپږو میاشتو رانیولې تر دولسو میاشتو پورې  د حملو دترسره کولو توانمنۍ ترلاسه کولی او دغه راز القاعدې ډله هم  همدغه کار له یوه  کاله تر  دوو کلونو په مودې کې  کولی شی .

وسټ وئيلي دي ،واشنګټن  د داعش دحملو په زیاتیدا اندیښمن دی او  مونږ غواړو ،طالبان د د وي په وړاندې بریالي شي . هغه زیاته کړې ده ، کله  په افغانستان کې د نورو ډلو ټپلو خبره کیږي ، نو  القاعدې ډله هم دلته  خپل شتون ته دوام ورکوي  او مونږ په دې اړه هم اندیښمن یوو .

 په افغانستان کې  د داعش دحملوپه پراختیا  او دغه راز له دغه هیواده  په بهر کې د دوي   د احتمالي حملو باندې د اندیښمنیدا په باب د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي ادعا،ددغې ترهه ګرې ډلې په راپنځولو او پراخولو کې د  واشنګټن  رول ته په پام سره ډيره حیرانونکي ښکاري . اساسا امریکا  د داعش په راپنځولو کې  پر خپل رول برغولی نشي کیښودلی . داعش ډله په پیل کې په عراق کې د عراق  دبعثي رژيم د پاتې عناصرو او هغو سلفیانو اوتکفیریانو  په ګډون سره چې  د نړۍ له ګوټ ګوټه  په عراق کې غونډ کړائ شوي  وو ،جوړه شوه  او په چټکۍ سره  ئې  د خپلو فعالیتونو لمن  ، له عراقه سورظې ته هم وغزوله . د یوې لویدیځي سرغنې په توګه امریکا له خپلو لویدیځوالو او عربو متحدانو سره یو ځاي د داعش پشمول د تکفیری ترهه ګرو ډلو ټپلو پراخ ملاتړ او پشتیباني وکړه . د  واشنګټن هدف ، د سورئې د قانوني حکومت پرځول  او د قماومت د چورلیز کمزوري کول وو ، او  دغو ډلو ډلو  ته ئې  دغې موخې ته د رسیدالپاره  دیوه آوزار په  توګه فکر کاوۀ. 

د امریکا پخواني کرغیړن ولسمشر  ډونالډټرمپ ، د داعش په راپنځولو کې د امریکا د وخت  د ولسمشر باراک اوباما او خارجه وزیر هیلري کلینټن  دنیغ په نیغه رول په باب جنجالي څرګندونې هم کړي دي . ټرمپ د ۲۰۱۶ په جنورۍ کې  دخپلو انتخاباتي کمپاین کې پخپلو څرګندونو کې  وئیلي ، هیلری کلینټن سره داوباما ، داعش راپنځولی دی د کرغیړن ډونالډټرمپ  څرګندونې په حقیقت کې پر هغو تورونو د تائيد ټپه وهل وو ، چې  په کرتو  د داعش په راپنځولو او اقداماتو کې د سپینې ماڼۍ  د مستقیم رول په باب د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین  په  شان د نړۍ  دهیوادونو ځینو مشرانو له خوا  بیان شوي دي .

 د افغانستان په باب  هم واشنګټن په وروستیو څو کلونو کې په یوه حساب شوي ملاتړ سره ، د داعشیانو په تیره بیا د افغانستان په شمال کې د دغو تکفیری ترهه ګرو پشتیباني کړې ده . د  روسیې چارواکو په کرتو پر دې موضوع ټينګار کړی  چې امریکا  دخپلو موخو ګټو په لړ کې ،  په افغانستان کې دیره داعشیانو لپاره  ډول ډول وسلوالې او لوجیسټکي  مرستې  برابرې کړي دي . د ماسکو چارواکو ټينګار کړی ، چې  له داعشي ترهه ګرو د ملاتړ یوه سرچینه پر مستقیمو مرستو سربیره ،  هغه پوځي مرستې وې ، چې  دامریکایانو په وسیله  یا د ناټو دنورو غړو په وسیله  له مناسبت کنټروله پرته ،  د افغانستان  د وخت حکومت ته وړاندې شوي او زیاتره په آسانۍ سره تښتول شوي او د داعشیانو په اختیار کې  ورغلي دي . 

د ۲۰۲۱کال په اګست  کې له افغانستانه د امریکا له بې شرمې وتنې وروسته  په افغانستان کې د داعشي ترهه ګرو حملې په معنا لرونکي انداز سره زیاتې شوې او  په سلګونو کسان ئې قرباني کړي دي . امریکا تل د خپلو دښمنانو په تیره بیا د روسیې ، چین  او ایران په ضد  له  داعشه  د  آوزاري استفادې په  تکل کې ده او په افغانستان کې په تیره بیا  د  تاجیکستان  او ازبکستان په څير د مینځنۍآسیا د په شاوخوا هیوادونو کې د داعشي تکفیریانو پیاوړت، پر روسیې او چین د دباؤ د زیاتولو په موخې سره ترسره کیږي .

ډيری شناندي او کارپوهان وائي،امریکا په افغانستان کې خپل خالی ځاي په داعش سره ډک کړی دی .

په دې توګه  له داعش سره  د مبارزې په باب نه یوازې د  امریکایانو صداقت  په بشپړ ډول تر پوښتنې لاندې ورغلی ، بلکې  مشخصه شوې چې  د واشنګټن له ملاتړ پرته ، داعش هیڅکله هم  د خپلو جنایتونو دترسره کولو جوګه نه ده .