قطربه په افغانستان کې د واشنګټن د ګټو ساتونکی وي
دا له شل کلنې جګړې وروسته په راتلونکې کې د واشنګټن او کابل ترمنځ د مستقیم تعامل یوه مهمه اشاره ده.
امریکا او قطر موافقه وکړه چې قطر به په افغانستان کې د امریکا د ګټو دیپلوماتیک استازندوی وي.
یوه جګپوړي امریکايي چارواکي رویټرز ته د دې خبرې د کولو ترڅنګ وویل چې دا له شل کلنې جګړې وروسته په راتلونکې کې د واشنګټن او کابل ترمنځ د مستقیم تعامل یوه مهمه اشاره ده.
په همدې حال کې اسوشیتید پریس خبري اژانس راپور ورکړ چې قطر یوه موافقه لاسلیک کړه چې پر اساس یې دوحه په افغانستان کې د امریکا او طالب حکومت ترمنځ له رسمي تماسونو سره د مرستې لپاره د امریکا د دیپلوماتیکو ګټو د ساتونکي رول لوبوي.
امریکا د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.
ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د قطر له باندنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني سره په یوه خبري غونډه کې موافقه اعلان کړي.