کابل کښې د پاسپورت دفتر یو ځل بیا بند شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108386-کابل_کښې_د_پاسپورت_دفتر_یو_ځل_بیا_بند_شو
د افغانستان د پاسپورټ ریاست له نن (سې شنبې) څخه یو وار بیا د پاسپورت ورکړه ودروله او له مراجعینو څخه یې وغوښتل چې تر بلې خبرتیا پورې د پاسپورت ریاست ته ورنه شي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2021 03:53 Asia/Kabul
  • کابل کښې د پاسپورت دفتر یو ځل بیا بند شو

د افغانستان د پاسپورټ ریاست له نن (سې شنبې) څخه یو وار بیا د پاسپورت ورکړه ودروله او له مراجعینو څخه یې وغوښتل چې تر بلې خبرتیا پورې د پاسپورت ریاست ته ورنه شي

سره له دې چې طالبانو تازه د افغانستان په اوو لویو ولایتونو کې د پاسپورت توزیع پیل کړې، په کابل کې یې د پاسپورت ورکړه یو وار بیا وځنډوله.

تاند خبري سایټ خبر ورکړی چې د پاسپورت ريیس علم ګل حقاني وايي، د دې لپاره چې د بایومیټریک ماشینونه یې تخنیکي ستونزې لري، د پاسپورت د توزیع بهیر د څو ورځو لپاره ځنډوي.

د طالبانو د حکومت د پاسپورت ريیس وویل وروسته له دې چې مشرانو ورڅخه وپوښتل چې د پاسپورت په توزیع کې ستونزه څه ده، ورته څرګنده شوه چې ماشینونه یې سم کار نه کوي او له بلې خوا د بایومیټریک معلومات یې ډیلیټ کېږي.

ښاغلي حقاني پرون (دوشنبه) په یوه ویدیويي پیغام کې وویل: «که د پاسپورت دفتر ته وګورئ د خلکو ډېر ازدحام دی، خلک ډېر راځي، د بایومیټریک ماشینونه مو ایکسپایر دي، چې ډېر کار وکړي کار پرېږدي. د دې لپاره چې موږ خپل کارمندان هم زیات کړو او د بایومیتریک ماشینونه هم پوره کړو، خپل کار سر له سبا دروو.»

د ښاغلي حقاني په وینا دوی د ورځې له ۳ زرو تر ۳۵۰۰ تنو ته پاسپورټونه ورکولی شي خو د پاسپورت دفتر ته د ورځې له ۱۵ زره تر ۲۰ زره کسان مراجعه کوي نو له همدې کبله ډېر کسان په شپو – شپو انتظار باسي.

حقاني وايي، د دې لپاره چې د خلکو ستونزې یې کمې کړې وي، د پاسپورت توزیع د څو ورځو لپاره دروي او له مراجعینو غواړي چې د پاسپورت لپاره په کابل کې د دوی دفتر ته ورنه شي.

ده ونه ویل چې دقیقاً تر کله به د پاسپورت دفتر تړلی وي خو ډاډ یې ورکړ چې په هغو ولایتونو کې به د پاسپورت توزیع دوام وکړي چې په وروستیو دوو ورځو کې بیا پرانیستل شوي دي.