ایران د افغانستان جوړولو ته تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108452-ایران_د_افغانستان_جوړولو_ته_تیار_دی
د افغانستان په چارو کښې د ایران استازي په دې خبرې سره چې افغانستان یو بډایه او له طبیعي سرچینو ډک هیواد دی، وویل: افغانستان د ایران رغولو ته چمتو دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 17, 2021 08:06 Asia/Kabul
  • ایران د افغانستان جوړولو ته تیار دی

د افغانستان په چارو کښې د ایران استازي په دې خبرې سره چې افغانستان یو بډایه او له طبیعي سرچینو ډک هیواد دی، وویل: افغانستان د ایران رغولو ته چمتو دی

حسن کاظمي قمي نن په کابل کښې د ایران او طالبانو د پلاویو په ګډه غونډه کښې څرګنده کړه: ایران په افغانستان کښې تخنیکي او انجنیئري خدمات وړاندې کول غواړي څو په دغه هیواد کښې کارخانې جوړې شي او صنعت یې فعال شي.

د افغانستان په چارو کښې د ایران استازي په دې خبرې سره چې نورو موقع ور نه کړه چې افغانستان خپلې وړتیاوې وغوړوي، هیله وښودله چې په نویو حالاتو کښې د افغانستان بډایه ظرفیتونه وغوړیږي او د ایران اسلامي جمهوریت به د دې کار د عملي کیدو لپاره خپل پوره پوره کوشش وکړي.

کاظمي قمي وویل: په کابل کښې د ایراني پلاوي شتون په دې وجه دی چې په نویو حالاتو کښې د افغانستان د ځینو ستونزو د هواري لپاره له طالبانو سره څرنګه کار کولې شو.

هغه هم داشان له جوړو شویو کمیټو وغوښتل چې د ګډې ملګرتیا د عملیاتي لاروچارو په لړ کښې موافقې سره، له رامینځته شوي فرصته د افغانستان د مرستې لپاره ګته پورته کړي.

د ویلو ده چې د ایران او طالبانو د پلاویو ترمینځ د کاري ډلې په غونډه کښې اووه کمیټې جوړې شوې چې په کښې کلتوري، اقتصادي، د کډوالو د چارو، سیاسي، امنیتي، سرحدي او د اوبو او بریښنا د چارو کمیټې شاملې دي.