له افغانستان نه په لومړي ځل اوسپنیز سیخان(سریّه) پاکستان ته صادره شوه
د طالبانو موقتي حکومت دې د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي او که د پراختیا لپاره یې لومړیتوب ورکړل شي،نو د هیواد د اقتصاد په وده کې به ښه رول ولوبوي .
زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړپه داسې حال کې چې د افغانستان د ختیځو سیمو اوسیدونکو له تیرو پنځو لسیزو راهیسې دخپلو ودانیزو توکیو اړتیا له ګاونډي هیواد ياکستانه پوره کوي ،خو په لومړي ځل په ننګرهار ولایت کې تولید شوي یوه اندازه اوسپنیز سیخان یا سریّه پاکستان ته صادره شوه.
د ننګرهار ولایت د صنعت او کانونو د خونې عامل مشر انجنیر اجمل شمس وایي د ننګرهار ولایت په صنعتي پارک کې د جاوید افغان د اوسپنیزو توکیو د تولید په فابریکه کې تولید شوی ۷۲ ټنه ګول سیخ په لومړي وار ګاونډي هیواد پاکستان ته ولیږدول شو. انجنیر اجمل شمس وایي دننګرهار داوسپنې ویلې کولو په فابریکو کې ټول تولید شوي اوسپنیز توکي د لوړ کیفیت لرونکي دي او که له هیواده دباندې ورته د پلور بازار وموندل شي، نو د صادراتو کچه به یې هم لوړه شي .هغه د طالبانو له موقتي حکومته وغوښتل چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي او که د پراختیا لپاره یې لومړیتوب ورکړل شي،نو د هیواد د اقتصاد په وده کې به ښه رول ولوبوي .
نور تفصیل ئې له خپل خبریال آصف شینواري له خولې آورو .