په کابل کې د داعش ځاله له منځه وړل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108578-په_کابل_کې_د_داعش_ځاله_له_منځه_وړل_شوې
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال په کابل ښار کې د داعش د یوې ځالې د له منځه وړلو خبر ورکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2021 04:03 Asia/Kabul
  • په کابل کې د داعش ځاله له منځه وړل شوې

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال په کابل ښار کې د داعش د یوې ځالې د له منځه وړلو خبر ورکوي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د کابل ښار په خیرخانه سیمه کې د داعش پر یوې ځالې عملیات ترسره کړي دي.

هغه زیاتوي، د عملیاتو پر مهال د داعش ډلې ځاله له منځه وړل شوې، یو داعش وسله وال وژل شوی او څو تنه ژوندي نیول شوي دي.

د نوموړي په وینا، له نیول شوو کسانو څخه څېړنې روانې دي.

د یادولو وړ ده چې د تېرې دوشنبې په ورځ په کندهار ولایت کې هم د داعش ډلې یوه ځاله تخریب شوې وه.

په هغو عملیاتو کې درې داعش وسله وال او دوه ملکي وګړي وژل شوي وو.