افغانستان ددرستو افغانانو ګډ کور دی باید په ګډه ئې آباد کړو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108666-افغانستان_ددرستو_افغانانو_ګډ_کور_دی_باید_په_ګډه_ئې_آباد_کړو
په دغه هیواد کې د ټولشموله حکومت په بڼه  کې دې د درستو قومونو او مذهبونو  حقوق وساتل شي  او  باید په ګډه سره د  افغانستان  کنډواله شوی هیواد ورغووو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2021 01:22 Asia/Kabul
  • افغانستان ددرستو افغانانو ګډ کور دی باید په ګډه ئې  آباد کړو

په دغه هیواد کې د ټولشموله حکومت په بڼه  کې دې د درستو قومونو او مذهبونو  حقوق وساتل شي  او  باید په ګډه سره د  افغانستان  کنډواله شوی هیواد ورغووو .

ایسنا خبری آژانس راپور ورکړ ، په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د ریس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر  پرون مازدیګر  د افغانستان د  داهل تشیّع یو شمیر  مشرانو او عالمانو سره په کتنې کې ووئيل ، د طالبانو دحکومت غیږه ، پر درستو افغانانو په تیره بیا داهل تشیَع لپاره خلاصه ده.         

 د رییس الوزراء سیاسي مرستیال ووئیل ،  افغانستان د ټولو ګډ کور دی او نوی حکومت هڅه کوي چې ټولو افغانانو ته د خدمت زمینه برابره شي.

  په عین حال کې  د  افغانستان د شیعه عالمانو د شورا یوه مسئول مقام عالمی بلخي  هم څه موده مخکې په دغه هیواد کې د شیعیانو د حقوقو په پوره کیدا باندې ټينګار کړی ؤ او وئیلي ئې  وو ، په دغه هیواد کې د ټولشموله حکومت په بڼه  کې دې د درستو قومونو او مذهبونو  حقوق وساتل شي  او  باید په ګډه سره د  افغانستان  کنډواله شوی هیواد ورغووو .