امریکا دې د افغانستان تړل شوي شتمنۍ آزادې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108672-امریکا_دې_د_افغانستان_تړل_شوي_شتمنۍ_آزادې_کړي
امریکائي پوځیان  هم په نهایت کې  د افغانستان  له شل کلن نیواک وروسته د اګست میاشت په وروستیو کې په بې شرمۍ  او سرټيټي سره  له افغانستانه پښې سپکې کړې .  د طالبانو د موقته حکومت  خارجه وزارت په اعلامیې کې  راغلي دي ،  د افغانستان  اوسنی بحران  په دغه هیواد کې د امریکائي پوځیانو  دشتون وخت ته ورګرځي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2021 01:52 Asia/Kabul
  • امریکا دې د افغانستان تړل شوي شتمنۍ آزادې کړي

امریکائي پوځیان  هم په نهایت کې  د افغانستان  له شل کلن نیواک وروسته د اګست میاشت په وروستیو کې په بې شرمۍ  او سرټيټي سره  له افغانستانه پښې سپکې کړې .  د طالبانو د موقته حکومت  خارجه وزارت په اعلامیې کې  راغلي دي ،  د افغانستان  اوسنی بحران  په دغه هیواد کې د امریکائي پوځیانو  دشتون وخت ته ورګرځي .

آناتولی خبری آژانس راپور ورکړ، په افغانستان کې د  طالبانو د  موقته حکومت خارجه وزارت  پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره  پر امریکا غږ کړی ، ددغه حکومت په ضدې دې د بندیزونو په ختمولو سره ، د افغانستان تړل شوي درستې شتمنۍ آزادې کړي .

 د طالبانو د موقته حکومت  خارجه وزارت په اعلامیې کې  راغلي دي ،  د افغانستان  اوسنی بحران  په دغه هیواد کې د امریکائي پوځیانو  دشتون وخت ته ورګرځي .

  واشنګټن په همداوروستیو کې  د افغانستان  شتمنۍ  او همداراز  د امریکا په بانکونو کې  ددغه هیواد د سرو زرو زیرمې  مسدودې کړي  چې دغې جارې د افغانستان د ولس پر تجارتي او معیشت باندې  ډيرې منفی اغیزې شیندلي دي .

په افغانستان کې د طالبانو   دموقته حکومت چارواکو او ولس  په کرتو  د امریکا له خوا ددغه  هیواد  د تړل شوو شتمنیو  او پیسو  دآزادولو غوښتنې کړي دي .

امریکائي پوځیان  هم په نهایت کې  د افغانستان  له شل کلن نیواک وروسته د اګست میاشت په وروستیو کې په بې شرمۍ  او سرټيټي سره  له افغانستانه پښې سپکې کړې .