د افغانستان طالبانو د کوکنارو د کر د بندولو ژمنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108732-د_افغانستان_طالبانو_د_کوکنارو_د_کر_د_بندولو_ژمنه_وکړه
فارس خبري اژانس وايي د طالبانو د موقته حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار وکړ دغه ډله هڅه کوي چې په هیواد کښې د کوکنارو کر صفر(zero) ته ورسوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2021 01:05 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبانو د کوکنارو د کر د بندولو ژمنه وکړه

فارس خبري اژانس وايي د طالبانو د موقته حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار وکړ دغه ډله هڅه کوي چې په هیواد کښې د کوکنارو کر صفر(zero) ته ورسوي .

ذبیح الله مجاهد د طالبانو لومړیتوب د دغه افیوني موادو د برابرولو لپاره  د ضروري لومړیو توکو له کر سره مبارزه وبلله او ویې ویل هڅه کوو چې د افغانستان کروندګر د کوکنارو پرځاې د نورو فصلونو کرلو ته وهڅوو  .

ملګروملتونو په خپل نوي راپور کښې د پرله پسې پینځم (۵) کال لپاره په افغانستان کښې د نشه ییزو توکو د تولید د زیاتیدا خبر ورکړ او ویې ویل په دغه هیواد کښې د نشه ییزو توکو تولید له شپږزره اته سوه (۶۸۰۰)  ټنو زیات شوی دی .

ملګروملتونو د افیمو د بیې زیاتیدل او د افغانستان د خلکو بې وزلۍ په دغه هیواد کښې د نشه ییزو توکو د تولید د زیاتیدا دلیل وباله .

ملګروملتونو په افغانستان کښې په روان کال کښې د نشه ییزو توکو د تولید زیاتیدل اته (۸) فیصده اټکل کړل او زیاته یې کړه د نړۍ اوه اتیا (۸۷) فیصده افیم چې نهه (۹) میلیارډه ډالره ګردش لري په افغانستان کښې تولیدیږي .