طالبانو د ملګروملتونو خبرداري ته غبرګون وښود
صدای افغان خبري اژانس وايي طالبانو ډلې د ملګروملتونو خبرداري ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د بانک سیسټم نسکور شي .
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل دغه ډله به د اغیز شیدونکي اقداماتو په ترسره کولو او د تدبیرونو په غوره کولو سره د افغانستان د بانک د نظام د نسکوریدا مخه ونیسي .
هغه د افغانستان له بانکونو څخه د پیسو د ایستلو لپاره د محدودیت رامینځته کول او د ملي عایدو په لګښت باندې دقیقه څارنه د دغو لارو چارو یوه (۱) برخه وبلله .
ملګروملتونو د افغانستان د اقتصادي حالت په هکله په خپل نوي راپور کښې د دغه هیواد د مالي ارګانونو د ملاتړ پرضرورت باندې د ټینګار په ترڅ کښې په راتلونکو شپږو (۶) میاشتو کښې د افغانستان د مالي او د بانکي سیسټم د دړې وړې کیدا د احتمال په هکله خبرداری ورکړی دی .
د افغانستان خلک همدا اوس په خپل هیواد کښې د اقتصادي کړکیچ له پایلو کړیږي او د افغانستان په حکومتي چارواکو سربیره ډیرې بشر دوسته ارګانونه او هیوادونه په امریکا کښې د افغانستان کنګل شوي شتمنۍ د اوسني حالت د رامینځته کیدا دلیل ګڼي .