طالبانو د ملګروملتونو خبرداري ته غبرګون وښود
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108736-طالبانو_د_ملګروملتونو_خبرداري_ته_غبرګون_وښود
صدای افغان خبري اژانس وايي طالبانو ډلې د ملګروملتونو خبرداري ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د بانک سیسټم نسکور شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2021 01:28 Asia/Kabul
  • طالبانو د ملګروملتونو خبرداري ته غبرګون وښود

صدای افغان خبري اژانس وايي طالبانو ډلې د ملګروملتونو خبرداري ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د بانک سیسټم نسکور شي .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل دغه ډله به د اغیز شیدونکي اقداماتو په ترسره کولو او د تدبیرونو په غوره کولو سره د افغانستان د بانک د نظام د نسکوریدا مخه ونیسي .

هغه د افغانستان له بانکونو څخه د پیسو د ایستلو لپاره د محدودیت رامینځته کول او د ملي عایدو په لګښت باندې دقیقه څارنه د دغو لارو چارو یوه (۱) برخه وبلله .

ملګروملتونو د افغانستان د اقتصادي حالت په هکله په خپل نوي راپور کښې د دغه هیواد د مالي ارګانونو د  ملاتړ پرضرورت باندې د ټینګار په ترڅ کښې  په راتلونکو شپږو (۶) میاشتو کښې د افغانستان د مالي او د  بانکي  سیسټم د دړې وړې کیدا د احتمال په هکله خبرداری ورکړی دی .

د افغانستان خلک همدا اوس په خپل هیواد کښې  د اقتصادي کړکیچ له پایلو کړیږي او د افغانستان په حکومتي چارواکو سربیره ډیرې بشر دوسته ارګانونه او هیوادونه په امریکا کښې د افغانستان کنګل شوي شتمنۍ د اوسني حالت د رامینځته کیدا دلیل ګڼي .