د چابهار بندر له لارې د افغانستان صادرات لاهم بند دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108752-د_چابهار_بندر_له_لارې_د_افغانستان_صادرات_لاهم_بند_دي
له تیرو دریو میاشتو راهیسې د ایران د چابهار بندر له لارې د افغانستان د صادراتو بهیر اودریدلی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2021 08:12 Asia/Kabul
  • د چابهار بندر له لارې د افغانستان صادرات لاهم بند دي

له تیرو دریو میاشتو راهیسې د ایران د چابهار بندر له لارې د افغانستان د صادراتو بهیر اودریدلی دی

له تیرو دریو میاشتو راهیسې د ایران د چابهار بندر له لارې د افغانستان د صادراتو بهیر اودریدلی دی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مسئولان وايي چې د هندوستان په (نوا شیوا) بندر کښې د تخنیکي ستونزو په وجه د افغانستان سوداګر نه شي کولې چې خپل شیان د هند او نړیوالو بازارونو ته صادر کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د احصائیو له مخې، د چابهار بندر له لارې په هرو ۱۵ ورځو د خوراکي موادو یوه کشتۍ افغانستان ته منتقلیږي خو د دې هیواد صادرات لاهم ولاړ دي.

ځیني کارپوهان په افغانستان کښې اقتصادي مسائل او سیاسي ننګونې د چابهار له بندره د دغه هیواد د صادراتو د ځنډیدو لامل ګڼي.

له وروستیو بدلونونو وروسته افغانستان اوس د خپلو محصولاتو زیاته برخه د پاکستان له کراچۍ بندر او په لاهور کښې د واهګه له سرحدي لارې نړۍ ته صادروي.