د چابهار بندر له لارې د افغانستان صادرات لاهم بند دي
له تیرو دریو میاشتو راهیسې د ایران د چابهار بندر له لارې د افغانستان د صادراتو بهیر اودریدلی دی
له تیرو دریو میاشتو راهیسې د ایران د چابهار بندر له لارې د افغانستان د صادراتو بهیر اودریدلی دی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مسئولان وايي چې د هندوستان په (نوا شیوا) بندر کښې د تخنیکي ستونزو په وجه د افغانستان سوداګر نه شي کولې چې خپل شیان د هند او نړیوالو بازارونو ته صادر کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د احصائیو له مخې، د چابهار بندر له لارې په هرو ۱۵ ورځو د خوراکي موادو یوه کشتۍ افغانستان ته منتقلیږي خو د دې هیواد صادرات لاهم ولاړ دي.
ځیني کارپوهان په افغانستان کښې اقتصادي مسائل او سیاسي ننګونې د چابهار له بندره د دغه هیواد د صادراتو د ځنډیدو لامل ګڼي.
له وروستیو بدلونونو وروسته افغانستان اوس د خپلو محصولاتو زیاته برخه د پاکستان له کراچۍ بندر او په لاهور کښې د واهګه له سرحدي لارې نړۍ ته صادروي.