(غږیز راپور )ګاونډي هیوادونه په افغانستان کښې پانګونه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108766-(غږیز_راپور_)ګاونډي_هیوادونه_په_افغانستان_کښې_پانګونه_کوي
د افغانستان او ترکمنستان د لوړ پوړو پلاوو غونډه کړې او یوه چينايي کمپني غواړي په افغانستان کې د مسلخونو په برخه کې پانګونه وکړي
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 24, 2021 10:54 Asia/Kabul
  • (غږیز راپور )ګاونډي هیوادونه په افغانستان کښې پانګونه کوي

د افغانستان او ترکمنستان د لوړ پوړو پلاوو غونډه کړې او یوه چينايي کمپني غواړي په افغانستان کې د مسلخونو په برخه کې پانګونه وکړي

دطالبانو له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ترکمنستان په سرحدي ښارګوټې کې د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مرستيال مولوي ګل زرين کوچي د وزارت د مقام د دفتر رييس شیخ حضرت ولي حقاني او ورسره مل پلاوي د ترکمنستان د سرحداتو وزارت معين او لوړرتبه چارواکو لیدنې کتنې کړي.

دخبر پاڼې له مخې په غونډه کې دواړو لورو د سرحدي ستونزو، د خلکو په تګ راتګ  کې د اسانتياوو د رامنځته کولو، د سرحدونو امنيتي چارو د ښه والي او د ښه ګاونډيتوب د دوام په اړه په تفصيل سره خبرې وشوې او دواړو پلاوو يو بل ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به هواروي او دوستانه اړیکې به لا پراخوي او په بېلابېلو برخو کې به له يو بل سره بشپړه همکاري کوي.

دیو بل خبر له مخې د طالبانو حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، یوه چينايي کمپنۍ لېواله ده چې په افغانستان کې د مسلخونو په برخه کې پانګونه وکړي.

دې وزارت په خپله وېبپاڼه کې لیکلي چې د ټرېډنګ په نوم د چینايي شرکت مسوول د کرنې او مالدارۍ وزارت له مرستیال مولوي صدراعظم سره په دې اړه کتلي دي.

دیادونې وړ ده چې د کرنې او مالدارۍ وزارت نه دي ویلي چې په افغانستان کې څومره مسلخونه شته.

باید وویل شي چې په تازه ګۍ سره ډیری بهرني هیوادونه په مختلفو برخوکې دمرستو له ترسره کولو سره لیوالتیا ښيي.