جاپان هم په کابل کښې خپل سفارت خلاصوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108774-جاپان_هم_په_کابل_کښې_خپل_سفارت_خلاصوي
د طالبانو د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وایي، چې جاپان هم په کابل کې د خپل تړلي سفارت بیا پرانیستو ته لېواله دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2021 11:41 Asia/Kabul
  • جاپان هم په کابل کښې خپل سفارت خلاصوي

د طالبانو د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وایي، چې جاپان هم په کابل کې د خپل تړلي سفارت بیا پرانیستو ته لېواله دی.

د طالبانو د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وایي، چې جاپان هم په کابل کې د خپل تړلي سفارت بیا پرانیستو ته لېواله دی.

هغه ویلي،چې یو شمېر جاپاني دیپلوماټانو دا لېوالتیا د طالبانو د رئیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د لیدنې پر مهال څرګنده کړې ده.

ویل شوي، چې په دې اړه دواړو لوریو بحث او خبرې کړي، خو طالب ویاند یې نور جزییات نه دي روښانه کړي.

د طالبانو له واکمنیدو سره ډېرو هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه وتړل او یوه هېواد هم تراوسه دغه واکمني په رسمیت نه ده پېژندلې.

البته پاکستان، ترکیه، روسیه، ایران او ځینې نور محدود هېوادونه لا هم په کابل کې پرانیستي سفارتونه لري.