نړیواله ټولنه دې د افغانستان له بحراني اقتصادسره سملاسی مرستې وکړي
داپه داسې حال کې د ي د خواړو دنړیوال پروګرام اجرائي مدیر ډيویډ بیسلې هم افغانستان ته له خپل سفره وروسته ددغه هیواد خلکو د لوږې ،قخطۍ او بوږنونکي وضعیّت په لیدو سره پر دستو نړیوالو هیوادونو غږ کړی ، چې د افغانستان له وږي او بې څوکه ولس سره دې سملاسی مرستې وکړي .
په افغانستان کې د اقتصادی چارو یو کارپيژاند او د پوهنتون یو استاد شجاع محسني ایران پریس آژانس سره په خبرو کې د افغانستان د اقتصادي وضعیّت په باب ووئيل ، د افغانستان اقتصادي حجم دتیرو لسو کلونو په نسبت ، پنځوس فی صده کم شوی دی او اټکلونه ددغه هیواد داقتصاد د ځوړتیا د دوام ښودنه وي .
دافغانستان د پوهتون دغه استاد ټينګار کړی، د دغه هیواد په بانکونو اعتماد له مینځه تللی دی او د امریکا په بندیزونو سره ،او له افغانستانه د پيسو منتقلول ، اصلا لاره نه لری .
شجاع محسني زیاته کړې ده ، په مخکیني حکومت کې به بهر د افغانستان اړونده اقتصاد او ددغه هیواد کرهڼې دبرخې په ځان نه بسیاینې ته په پام سره که بهرنۍ مرستې ونه شي ، نو د افغانستان د اقتصادد دړې وړې کیدا او په دغه هیواد کې یوه انساني غمیزه د اټکل وړ ده .\