په افغانستان کې ۸۵ نور کسان په کورونا اخته شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108840-په_افغانستان_کې_۸۵_نور_کسان_په_کورونا_اخته_شوي
د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د روغتیا وزارت پرون خبر ورکړ چې په تېرو ۲۴ساعتونو کښې د کورونا ویروس ۸۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کښې په کویډ ۱۹ بيمارۍ د اخته کسانو شمېريو لک اوۀ پنځوس زره او ۱۴۴ تنو ته ورسېد.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 26, 2021 06:40 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې ۸۵ نور کسان په کورونا اخته شوي

د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د روغتیا وزارت پرون خبر ورکړ چې په تېرو ۲۴ساعتونو کښې د کورونا ویروس ۸۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کښې په کویډ ۱۹ بيمارۍ د اخته کسانو شمېريو لک اوۀ پنځوس زره او ۱۴۴ تنو ته ورسېد.

له دغه وزارت څخه په خپرو شوو شمېرو کې راغلي، په یاده موده کې له دې وبا څخه څوک نه دي مړه شوي او ۵۴ تنه بیا ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۷۳۰۶ او د رغېدلو کسانو شمېر يو لک څلوېښت زره او ۴۳۵تنو ته ورسېد.

روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ دے او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.