ملګروملتونو د افغانستان مرکزي بانک ته ډالر استولي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109146-ملګروملتونو_د_افغانستان_مرکزي_بانک_ته_ډالر_استولي_دي
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان مرکزي بانک د طالبانو حکومت ته د لومړیو نغدو مرستو د ورکول کیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2021 01:49 Asia/Kabul
  • ملګروملتونو د افغانستان مرکزي بانک ته ډالر استولي دي

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان مرکزي بانک د طالبانو حکومت ته د لومړیو نغدو مرستو د ورکول کیدا خبر ورکړ .

د افغانستان مرکزي بانک پرون وویل د ملګروملتونو د معاونت د دفتر لخوا دغه بانک ته شپاړس (۱۶) میلیونه ډالره انتقال شوي دي .

د افغانستان د مرکزي بانک چارواکو وویل طالبان کوشش کوي له بیلابیلو رودو او اصولو په استفادې سره په هیواد کښې د بې وزلۍ او د لوږې د زیاتیدا مخه ونیسي .

د افغانستان مرکزي بانک وویل خلک دې ډاډمن ووسي چې ډیر زر به د هیواد  بانکي سیسټم عادي حالت ته ورستون شي .

مخکې نړیوالو موسسو په افغانستان کښې د لوږې او د بشري کړکیچ د رامینځته کیدا په هکله خبرداری ورکړی و  .

د افغانستان دغه کړکیچن شرایط په داسې حال کښې دي چې د امریکا په شمول لویدیځو هیوادونو په بیلابیلو پلمو سره د افغانستان شتمنۍ او ډالر کنګل کړي دي .