ملګروملتونو د افغانستان مرکزي بانک ته ډالر استولي دي
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان مرکزي بانک د طالبانو حکومت ته د لومړیو نغدو مرستو د ورکول کیدا خبر ورکړ .
د افغانستان مرکزي بانک پرون وویل د ملګروملتونو د معاونت د دفتر لخوا دغه بانک ته شپاړس (۱۶) میلیونه ډالره انتقال شوي دي .
د افغانستان د مرکزي بانک چارواکو وویل طالبان کوشش کوي له بیلابیلو رودو او اصولو په استفادې سره په هیواد کښې د بې وزلۍ او د لوږې د زیاتیدا مخه ونیسي .
د افغانستان مرکزي بانک وویل خلک دې ډاډمن ووسي چې ډیر زر به د هیواد بانکي سیسټم عادي حالت ته ورستون شي .
مخکې نړیوالو موسسو په افغانستان کښې د لوږې او د بشري کړکیچ د رامینځته کیدا په هکله خبرداری ورکړی و .
د افغانستان دغه کړکیچن شرایط په داسې حال کښې دي چې د امریکا په شمول لویدیځو هیوادونو په بیلابیلو پلمو سره د افغانستان شتمنۍ او ډالر کنګل کړي دي .