افغان حکومت د اقتصادي بندیزونو له کبله نسکوریږي
د بحران نړیواله ډله زیاتوي، داسې نه ښکاري چې مالي سزابه د طالبان اعمال بدل کړي، خو تاوان بېوزله خلک کړوي.
د کړکیچ نړیواله ډله خبرداری ورکوي چې د طالبانو د رژیم تر کنټرول لاندې د افغانستان دولت د اقتصادي بندیزونو له کبله سقوط کوي.
دې ډلې په خپل تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته هیوادونو د افغانستان شتمنۍ کنګل کړي، مرستې یې پرې بندې کړي او یوازې په محدوده پیمانه بشري مرستې ورکوي. د دې په نتیجه کې د دولت کارکوونکي معاش نه ترلاسه کوي، لومړني خدمات په ټپه درېدلي او مالي سیکتور فلج شوی دی.
د بحران نړیواله ډله زیاتوي، داسې نه ښکاري چې مالي سزابه د طالبان اعمال بدل کړي، خو تاوان بېوزله خلک کړوي.
د هغو افغانانو چې له خپل هیواده تښتي، د شمېر زیاتېدا د مهاجرت یو بل بحران زېږولی شي. «د دولت سقوط به د لوېدیځو هیوادونو، چې له وړاندې لا د ځواکونو د ایستلو په خاطر د ګډوډۍ په رامنځته کولو تورن دي، پر شهرت یو تور داغ پورې کړي.»
د بحران نړیواله ډله افغانستان ته یوازې د بشري مرستو لېږل کافي نه بولي او وايي افغانستان هغه هیواد دی چې له څه باندې ۴ لسیزو راهیسې په جګړه کې ښکېل دی.
دا ډله وايي، لوېدیځ هیوادونه د بشري مرستو پر ځای باید د افغانستان له دولتي ادارو سره مرسته وکړي او هغه د دې جوګه کړي چی ضروري خدمات وړاندې کړای شي.
د بحران د نړیوالې ډلې په وینا د افغانستان اکثره دولتي روغتونونه درمل او لومړني مواد نه لري. د ښوونځیو ښوونکو ته د څو میاشتو معاش نه دی ورکړل شوی او د هیواد کمزوری بانکي سیستم د چلېدو لپاره په کافي اندازه نغدې پیسې نه لري.
ملګروملتو اټکل کړی چې د افغانستان نیمايي وګړي به دا ژمی له سختې لوږې سره مخامخ شي.