په افغانستان کښې د داعش ترهګرې ډلې شتون فتنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109566-په_افغانستان_کښې_د_داعش_ترهګرې_ډلې_شتون_فتنه_ده
د طالبانو د لیکو د تصفیې د کمیسیون مشر مفتي لطیف الله حکیمي په افغانستان کښې د داعش ترهګرې ډلې شتون یو(۱) ډول فتنه وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 12, 2021 06:53 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د داعش ترهګرې ډلې شتون فتنه ده

د طالبانو د لیکو د تصفیې د کمیسیون مشر مفتي لطیف الله حکیمي په افغانستان کښې د داعش ترهګرې ډلې شتون یو(۱) ډول فتنه وبلله .

هغه په کابل کښې له ایران پریس خبري اژانس سره په ځانګړي مرکه کښې ټینګار وکړ که چیرې په افغانستان کښې د داعش فتنه کنټرول نشي دغه فتنه به پیاوړي شي او د هغو هیوادونو جاسوسۍ او استخباراتي ادارې به  چې په افغانستان کښې شتون لري  هماغه راز په  هیواد کښې فعالیت ولري .

د طالبانو د صفونو د تصفیې کمیسیون مشر مفتي لطیف الله حکیمي له داعش ترهګرې ډلې څخه د خارجي هیوادونو له ملاتړ سره سره  په سوریې او عراق کښې د دغه ټروریسټي ډلې ماتي خوړلو ته په اشارې سره وویل نیواکګرانو په افغانستان کښې له ناامنۍ او تاوانونو پرته بل هیڅ بریا نه لرله او د هغوې لپاره یوازې بدنامۍ او ورانۍ پاتې ده .

مفتي حکیم الله حکیمي دغه راز وویل د افغانستان په ټولو ولایتونو کښې د طالبانو له لیکو څخه ناخوښ عناصر ایستل کیږي او تراوسه څه د پاسه دیارلس سوه (۱۳۰۰) کسان ایستل شوي دي .

د افغانستان د موقته حکومت دغه لوړرتبه غړي د طالبانو د لیکو د تصفیې د کمیسیون د جوړیدا د هدفونو په هکله وویل د دغه کمیسیون د جوړولو یو(۱) اصلي هدف د هغو نا خوښو کسانو پیژندل دي چې د طالبانو په نوم سره په دغه ډلې کښې شامل شوي او د خلکو لپاره مشکلات رامینځته کوي .

د طالبانو د لیکو د تصفیې د کمیسیون مشر مفتي لطیف الله حکیمي ټینګار وکړ د دغه ډلې ځواکونه باید پاک وي او په ښه ډول خپل ماموریت ترسره کړي او دغه کمیسیون د افغانستان د خلکو ملاتړی دی .