په افغانستان کې بې مخنیې انساني کړکیچ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109698-په_افغانستان_کې_بې_مخنیې_انساني_کړکیچ
په تیرو ۴ میاشتوکې چی طالبانوپه افغانستان کې د چارو واګې پرغاړه اخیستي دي د خوړو د نړیوال پروګرام په شمول بیلا بیلو نړیوالو اورګانونو په ځلونو په دغه هیواد کې د انسانی کړکیچ د ترسره کیدا په اړه خبردارې ورکړی دې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 14, 2021 11:53 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې بې مخنیې انساني کړکیچ

په تیرو ۴ میاشتوکې چی طالبانوپه افغانستان کې د چارو واګې پرغاړه اخیستي دي د خوړو د نړیوال پروګرام په شمول بیلا بیلو نړیوالو اورګانونو په ځلونو په دغه هیواد کې د انسانی کړکیچ د ترسره کیدا په اړه خبردارې ورکړی دې .

 

د ملګروملتو د خوړو د نړیوال پروګرام یوه چارواکی په افغانستان کې انسانی کړکیچ بې مخینې بللې دې .

مری الن مک ګروارتی وایی  له دغه اورګان سره د خپل شل کلن فعالیت په پړاو کې هیڅکله په دومره چټکتیا او اندازه چی اوس ورسره افغانستان مخامخ دې د انسانی بحران پراختیا نه وه .

هغې له رسندویو سره په خبرو کې وویل وچکالۍ او جنګونه په افغانستان کې د بېوزلۍ د سونامۍد بڼه غوره کولو په حال کې دي . د پلانونو په اساس د خوړو نړیوال پروګرام نیت لري په ۲۰۲۲ کال کې د کابو ۲۳ میلیون افغان ښاریزو لپاره د خوړو مرستې برابرې کړي ،. په افغانستان دطالبانو له بیا سلطې او د محدودیتونو له اعمالولو وروسته  افغانستان له اجتماعی او اقتصادی کړکیچ سره مختامخ دې .

په تیرو ۴ میاشتوکې چی طالبانوپه افغانستان کې د چارو واګې پرغاړه اخیستي دي د خوړو د نړیوال پروګرام په شمول بیلا بیلو نړیوالو اورګانونو په ځلونو په دغه هیواد کې د انسانی کړکیچ د ترسره کیدا په اړه خبردارې ورکړی دې .

تجروبې ښودلی ده هر وخت چی دنړۍ په هرې برخې کې له کړکیچ سره مخامخیږي ، نو پاییلې یې په ترتیب سره د ګاونډیانو ، د سیمې د هیوادونو او نړیوالې ټولنې لپاره خطرناک وي .

 

د ملګروملتو د خوړو د نړیوال پروګرام چارواکی په افغانستان کې انسانی کړکیچ بې مخینې بللوپه اړه خبردارې چس نورو نړیوالو اورګانونو هم په دې اړه اندیښنه څرګنده کړی ده ، باید د نړیوالې ټولنې لپاره په جدی ایجنډې بدل شی تر څو له افغانستان سره د مرستې د ګډې غونډې په چوکاټ کې د مخنیوی د لارو چارو او په دغه هیواد کې  په انسانی کړکیچ  غلبه وجاجول او د اجرایی کمیټۍ د جوړولو په چوکاټ کې مصوبات عملی کړي .

په افغانستان کې د طالبانو قدرت ته له رسیدا وروسته د مرستو غوڅیدااو د اشرف غنی حکومت له نسکوریدا وروسته له طالبانو حکومت سره د بیلا بیلو هیوادونو د سیاسي ملګرتیاو بندیدا ، د امریکا په وسیله د افغانستان د شتمنیو کنګل کول ، له افغانستانه د پانګې وتل او همداراز د ملی اقتصاد لپاره د خطرو زیاتیدا هغه ستر دلایل دي چی دغه هیواد یې په یوه بې ساری انسانی کړکیچ په لاره کې اچولې دې  .

په افغانستان کې د انساني کړکیچ مهم اړخ لوږه او خوراکی موادو ته د دغه هیواد د بې وزله پرګنې نه لاس رسي سبب شوی چی حتی په افغانستان کې د کاختۍاود دغو شرایطو د اغیز په اړه نړیوال اورګانونوخبردارې ورکړی دی . مخکې ملګرو ملتو خبردارې ورکړې وو چی که د افغانستان د وضعیت خیال ونه ساتل شي نو د دغه هیواد ۹۷ فیصده خلک د ۲۰۲۲ کال مینځه د بیوزلۍ کرښې لاندې ورشي .

د خوړو نړیوال پروګرام یوه چارواکی ډیویډ بزلی وایی د افغانستان کابو نیم نفوس له سختې لوږې سره مخامخ دي . د افغانستان خلکو سملاسی بشر دوستانه مرستو ته اړتیا لري  او که دغه مرستې ونشي نو دغه هیواد به په یوه ستر بشری کړکیچ بدل شی .