امریکا دې د افغانستان تړل شوي شتمنۍ آزادې کړي
د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت مرستیال ملاعبدالغني برادر خبرداری ورکړ ، چې په افغانستان کې د اقتصادي مشکلاتو زیاتیدونکي ناسمې اغیزې به دنړۍ پر نورو هیوادونو هم اغیزې وشیندي .
ایرناخبری اژانس راپور ورکړ ، د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت مرستیال ملاعبدالغني برادر پرون په کابل کې د صنائعو له خاوندانو سره په یوې ناستې کې وئيلي دي ،د امریکا له خوا د افغانستان تړل شوي شتمنۍ د پخواني ولسمشر اشرف غني شخصي شتمنۍ نه دي اوباید آزادې شي .
ملابرادر ددې خبرې په کولو سره چې نړۍ په دې باب بې پروا ده ووئيل ، دنړیوالو هیوادونو دغه دریځ د طالبانو لپاره پوښتنه راپارونکی دی .
هغه خبرداری ورکړ ، چې په افغانستان کې د اقتصادي مشکلاتو زیاتیدونکي ناسمې اغیزې به دنړۍ پر نورو هیوادونو هم اغیزې وشیندي .
د افغانستان د تړل شوو شتمنیو دآزادولو په باب د طالبانو د حکومت د مشر د مرستیال څرګندونې په داسې حال کې بیانیږي ، چې سپینې ماڼۍ د تیرې دوشنبې په ورځې وئيلی دي ،تر دې دمه دافغانستان د اسعاري زیرمو دآزادولو لپاره هیڅ پروګرام نشته ، خو واشنګټن د افغانستان له ولس سره د مرستو لپاره په لارو چارو پسې دی .