د افغانستان درست پوهنتونه به ډیر زر پرانیستل شي
طالبانو واک ته له رسیدا ورسوته داصلاحاتو دترسره کولو په موخې سره په تیره بیا د ګډو کلاسونو د جوړیدا دمخنیوي په موخې سره پوهنتونونه تړلي دي .
زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د طالبانو دحکومت دلومړی وزیر سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر له یو شمیر استاذانو سره په کتنې کې په افغانستان کې د درستو حکومتي پوهنتونونو د پرانیستل کیدا ژمنه کړې ده .
عبدالکبیر په دوام کې له هیواده د علمی شخصیّتونو د وتلو دمخنیوي لپاره د لازمو تدبیرونو دغوره کولو خبر هم ورکړی او دپوهنتونونو پرانیستل کیدا ، د استاذانو د معاش تامینیدا ، د خالی څوکیو لپاره د نوو استاذانو ګمارل او کارول ئې ضروري بللي دي .
طالبانو واک ته له رسیدا ورسوته داصلاحاتو دترسره کولو په موخې سره په تیره بیا د ګډو کلاسونو د جوړیدا دمخنیوي په موخې سره پوهنتونونه تړلي دي .