طالبان دافغانستان د لیتیوّم فلز دکانونو په فکر کې شوي
همدااوس په افغانستان کې د امنیت په ټينګیدا سره دنړۍ ستر شرکتونه پّه دغه هیواد کې د لیتیّم کانونو د کندلو او ویستلو لپاره پانګونه کولی شي .
زمونږ خبریال دصداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت دتجارت اوصنعت وزارت په یوې اعلامیې کې وئیلي دي ،په داسې حال کې چې د لیتیوّم ارزښت د عربستان له تیلو سره برابر ي کوي ،په افغانستان کې ددغه ګرانبیّه فلز کانونه لاس نه خوړلی پاتې دي .
په دغه راپور کې راغلي دي ، همدااوس په افغانستان کې د امنیت په ټينګیدا سره دنړۍ ستر شرکتونه پّه دغه هیواد کې د لیتیّم کانونو د کندلو او ویستلو لپاره پانګونه کولی شي .
د امریکا مځکه پيژاند کارپوهانوپه ۲۰۱۰کال کې په یوه راپور کې وئيلي ،په افغانستان کې د لیتیّم ، وسپنې ، مسو،کبالټ پشمول دنورو ارزښتمنو معدني موادو او عنصرونو ارزښت کابو زر میلیارډ ډالره اټکل شوی دی .
د افغانستان ولس له ډير وخت راهسې له محرومیّت او بې وځلۍ سره لاس او ګریوان دي او دا په داسې حال کې دي چې د شوروي د سرۀ پوځ او د امریکا ترهه ګرپوځ په وسیله ددغه هیواد نیواک او داخلی جنګونه تل ، د معدني زیرمو د ویستلو لپاره تر ټولو اصلي خنډونه پاتې شوي دي .