طالبان  دافغانستان د لیتیوّم فلز دکانونو په فکر کې شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109724-طالبان_دافغانستان_د_لیتیوّم_فلز_دکانونو_په_فکر_کې_شوي
همدااوس  په افغانستان کې د  امنیت په ټينګیدا سره  دنړۍ ستر شرکتونه  پّه دغه هیواد کې  د لیتیّم   کانونو د کندلو او ویستلو  لپاره پانګونه کولی شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 15, 2021 04:21 Asia/Kabul
  • طالبان  دافغانستان د لیتیوّم فلز دکانونو په فکر کې شوي

همدااوس  په افغانستان کې د  امنیت په ټينګیدا سره  دنړۍ ستر شرکتونه  پّه دغه هیواد کې  د لیتیّم   کانونو د کندلو او ویستلو  لپاره پانګونه کولی شي .

 زمونږ خبریال دصداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت دتجارت اوصنعت  وزارت په یوې اعلامیې کې وئیلي دي ،په داسې حال کې چې  د لیتیوّم  ارزښت  د  عربستان له تیلو سره برابر ي کوي ،په افغانستان کې ددغه ګرانبیّه  فلز کانونه  لاس نه خوړلی پاتې دي .

  په دغه راپور کې راغلي دي ، همدااوس  په افغانستان کې د  امنیت په ټينګیدا سره  دنړۍ ستر شرکتونه  پّه دغه هیواد کې  د لیتیّم   کانونو د کندلو او ویستلو  لپاره پانګونه کولی شي .

 د امریکا مځکه پيژاند  کارپوهانوپه ۲۰۱۰کال کې  په یوه راپور کې وئيلي ،په افغانستان کې  د لیتیّم ، وسپنې ، مسو،کبالټ  پشمول دنورو ارزښتمنو  معدني موادو او عنصرونو  ارزښت  کابو زر میلیارډ ډالره  اټکل شوی دی .

 د افغانستان  ولس له ډير وخت راهسې  له محرومیّت او بې وځلۍ سره  لاس او ګریوان دي  او دا په داسې حال کې دي چې  د شوروي د سرۀ پوځ او د امریکا  ترهه ګرپوځ  په وسیله ددغه هیواد  نیواک او داخلی جنګونه تل ، د معدني زیرمو د ویستلو لپاره تر ټولو اصلي خنډونه  پاتې شوي دي .