د طالبانو له واکمنیدو سره سل هدفمنې وژنې شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109732-د_طالبانو_له_واکمنیدو_سره_سل_هدفمنې_وژنې_شوي
هغه په له لوږې ډک ژمي کې د مجبوریو له زیاتیدو سره د نورو کم عمره نجونو د پلورل کیدو او ودیدو اندیښنه هم ښودلې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 15, 2021 08:41 Asia/Kabul
  • د طالبانو له واکمنیدو سره سل هدفمنې وژنې شوي

هغه په له لوږې ډک ژمي کې د مجبوریو له زیاتیدو سره د نورو کم عمره نجونو د پلورل کیدو او ودیدو اندیښنه هم ښودلې.

د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د یوه راپور له خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره لږ تر لږه ۱۰۰ تنه په هدفي ډول وژل شوي، چې د ۷۲ تنو د وژنې مسوولیت یې خپله طالبانو ته ور ګرځي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمیسارۍ مرستیال نادا النشیف ویلي، چې د دې ترڅنګ ۵۰ تنه د طالبانو له لوري داعش سره د تړاو په نوم هم وژل شوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د سلو هدفي وژنو ۷۲ یې پر طالبانو تاوان دي، ځکه د دغو کسانو اکثره یې د دوی مخالفان وو او له وژل کیدو وروسته یې جسدونه په عام محضر کې د وحشت خپرولو په موخه ځړول شوي او بشري حقونه نقض شوي.

سرچینې زیاته کړې، چې د طالبانو له واکمنیدو سره ۸ تنه افغان فعالان او ۲ خبریالان هم وژل شوي.

د دې ترڅنګ، دغه سازمان د طالبانو له لوری د ۵۲ تنو ناقانونه نیول کیدل هم مستند کړي دي.

یاد شوي نړیوال مقام په ورته وخت کې د طالبانو واکمني د ناقانونه وژنو او د ښځو او نجونو د لومړنیو حقونو د محدودولو واکمني ګڼلې.

هغه په له لوږې ډک ژمي کې د مجبوریو له زیاتیدو سره د نورو کم عمره نجونو د پلورل کیدو او ودیدو اندیښنه هم ښودلې.

سربېره پردې ملګرو ملتونو د پخوانیو افغان قاضیانو، څارنوالانو، مدافع وکیلانو او په خاص ډول په دې برخو کې د ښځینه کارکوونکو د امنیت په تړاو اندیښنه ښودلې.

بل لور ته په جینوا کې د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام استازي نصیراحمد اندیشه ویلي، چې د طالبانو هدفي وژنې او د بشري حقونو نقض تر دې ډېر پراخ دی، چې نړیوالې ادارې یې اعلانوي.

طالبانو د ملګرو ملتونو دغه تازه راپور ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې د طالبانو رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند د بشري او ښځینه حقونو د نقض له پلوه پر دوی تورونه رد کړي وو.