ملګروملتونو افغانستان ته نور ۱۹ میلیونه ډالر ورکړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109784-ملګروملتونو_افغانستان_ته_نور_۱۹_میلیونه_ډالر_ورکړل
تسنیم خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د نقدو مرستو څلورمه (۴)معموله د افغانستان مرکزي بانک ته ورسیدله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 16, 2021 09:27 Asia/Kabul
  • ملګروملتونو افغانستان ته نور ۱۹ میلیونه ډالر ورکړل

تسنیم خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د نقدو مرستو څلورمه (۴)معموله د افغانستان مرکزي بانک ته ورسیدله .

د افغانستان مرکزي بانک نن  په یوې (۱) خبرپاڼه کښې وویل له دغه هیواد سره د بشر دوستانه مرستو په لړۍ کښې له افغانستان سره د ملګروملتونو د انسان دوستانه مرستو څلورمه(۴) معموله چې څه د پاسه نولس (۱۹) میلیونه ډالره وه کابل ته ورسیده او د افغانستان په ملي بانک کښې اچول شوي ده .

د افغانستان مرکزي بانک وویل مونږ د هیواد د خلکو د بې وزلۍ او د  غربت د مخنیوي لپاره هڅه کوو او خلکو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان د بانک د نظام حالت او د دغه هیواد ډالرو ته د اړتیا وضعیت مخ په ښه کیدا دی .

ځینو سرچینو وویل له افغانستان سره د نقدو مرستو د استولو د بهیر په پیلیدا سره ملګري ملتونه هره اونۍ افغانستان ته کابو شل (۲۰) میلیونه ډالر استوي .

په تیرو څو اونیو کښې د ډالر په مقابل کښې د افغانۍ ارزښت کم شوی او د خوراکي شیانو بیې هم ډیرې لوړې شوي دي .