د افغانستان په هکله د پاکستان، چین، روسیې او امریکې ګډه ناسته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109828-د_افغانستان_په_هکله_د_پاکستان_چین_روسیې_او_امریکې_ګډه_ناسته
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلی، پاکستان، چین، روسیه او امریکا به راتلونکې اونۍ د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا د افغانستان پر مسله په اسلام اباد کې راټول شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2021 10:24 Asia/Kabul
  • د افغانستان په هکله د پاکستان، چین، روسیې او امریکې ګډه ناسته

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلی، پاکستان، چین، روسیه او امریکا به راتلونکې اونۍ د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا د افغانستان پر مسله په اسلام اباد کې راټول شي.

دا په داسي حال کې دی چي ټاکل شوې په همدې ورځ په پاکستان کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان غونډه هم ترسره شي.

دې غونډې ته په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم بلل شوی دی.

د ټرایکا پلس هېوادونو په تېره ناسته کې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو، د بشري او مېرمنو حقونو پر خوندیتوب او ورته نورو مسایلو خبرې اترې وشوې.

د کارپوهانو په وېنا افغانستان کې رواني ننګوني د سیمي د هیوادونو په همکاریو سره حلېدلایشي خو په ورته غونډو کې د افغانستان د نورو ګاونډیو نه شتون د سیمه ایزو همکاریو د کمزوري کېدو سبب ګرځي.