افغانستان ته د کډوالو د ستنیدو زمینه برابر شوې ده
د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت سیاسي مرستیال مدعي شو چې په افغانستان کښې د جنګ په ختمیدو سره، هیواد ته د کډوالو د ستنیدو لاره هواره شوې ده
شیر محمد عباس ستانکزي پرون په یوه خبري غونډه کښې وویل: اوس په افغانستان کښې جګړه نشته او خپل هیواد ته د کډوالو د بیرته راتلو زمینه برابره شوې ده.
ستانکزي په افغانستان کښې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د بې روزګارۍ او بې وزلۍ زیاتیدو ته له اشارې پرته زیاته کړه: طالبان خلکو ته د کار په برابرولو ژمن دي.
هغه هم داشان له امریکې وغوښتل چې د افغانستان بلاک کړې شتمنۍ آزادې کړي.
د افغانستان مرستیال خارجه وزیر له ایران او پاکستانه هم وغوښتل چې له افغانستاني کډوالو سره انساني، اسلامي او د نړیوالو قوانینو مطابق چلند ولري.
د طالبانو د دغه چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د رپورټونو له مخې، هره ورځ تقریباً پنځه زره افغان کډوال په خپل هیواد کښې د ستونزو، دباؤنو ناامنۍ له امله د ایران اسلامي جمهوریت ته راځي.