په حکومت کې ددرستوغوره افغانانو ګډون دطالبانوغوښتنه ده
د طالبانو دموقته حکومت خارجه وزیر په افغانستان کې د خپلو سفارتونو پرانیستو لپاره له اسلامی هیوادونو څخه په غوښتنې سره ووئيل ، د اسلامی نړۍ هیوادونو ته ډاډ ورکوو ، چې افغانستان اوس یو مسئول او ژمن حکومت لري .
تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ ،په افغانستان کې د طالبانود موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي پرون د اسلامی ملګرتیا موسیسې د خارجه وزیرانو په غونډې کې ووئیل ، طالبان د افغانستان د مسئول او نماینده حکومت په توګه ، د هیواد له مختلفو سیمو څخه په حکومت کې د درست وغوره افغانانو مشارکت ، د ښځو حقوقو، بشری حقوق خپلې د ندې ګڼي .
د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت سرپرست روښانه کړې ، مونږ د یوې واحدې کورنۍ د غړي په توګه ، له افغانستان سره په رابطه کې د اسلامی هیوادونو د درستو مشورو ،اندیښنو ، غوښتنو آوریدو او منلو ته تیار یوو چې له اوسنی بحرانه د وتلو لپاره دیوې عادلانه اومناسبې لارې نقشې په لور مرسته وکړائ شو .
امیر خان متقي همداراز د امریکا په وسیله د افغانستان د شتمنیو تړل کیدا ته په اشارې سره ووئیل ، ددغو شتمنیو تړل، له درست افغان ملت سره دښمني او د انساني حقوقو ښکاره خلاف ورزي ده .